د چين ولسي جمهوريت د ۱۹۴۹م کال د اکتوبر په لومړۍ نېټه جوړ شوی او نن یعنې د اکتوبر په لومړۍ نېټه د دغه هېواد ملي جشن وي. چين او افغانستان کابو سل کيلومتره ګډه پوله لري، خو په تاريخ کې د دغو دواړو هېوادونو تر منځ هېڅ ستونزه نه ده پيدا شوې. اوس د دواړو هېوادونو ترمنځ کلتوري او سوداګريز تګ راتګ مخ په زياتېدو دی.
افغانان د چين په اړه څه وايي؟ راځئ! په دغې ويډيو کې يې وګورئ!