د چين د سوداګرۍ وزارت: د چين او امريکا ترمنځ د اقتصادي او سوداګريزو اړيکو اصل ګډې ګټې دي او د دواړو اقتصادي ډلو ترمنځ د نظريو تبادلې روانې دي
سی ار ای2021-10-01 09:39:25
شريکول:

  د ځېنو خبري رسنيو خبريالانو د چين د سوداګرۍ وزارت په يوه نوبتي مطبوعاتي غونډه کې چې د سپتمبر په ۳۰مه نېټه تر سره شوه، پوښتنه وکړه، چې د امريکا د سوداګرۍ وزيره ګينا رايموندو غواړي، چې په نژدې راتلونکې کې د يوه هئيت په مشرۍ چين ته سفر وکړي. چين په دې اړه څه نظر لري؟

   د دغه وزارت وياندې شو جوه تينګ په دغه غونډه کې د خبريالانو پوښتنو ته په ځواب کې وويل، چې د چين او امريکا ترمنځ د اقتصادي او سوداګريزو اړيکو اصل ګډې ګټې دي او د دواړو اقتصادي ډلو ترمنځ د نظريو تبادلې په عادي توګه روانې دي. 

   نوموړې د چين او امريکا ترمنځ د ګمرکي مالیاتو د لغوه کولو د مسئلې د يادونې په وخت کې وويل، چې چين تل په دې نظر دی، چې د ګمرکي مالياتو زياتوالی نه يوازې د چين او امريکا لپاره ګټور نه دی، بلکې د نړيوال اقتصاد پر بيا سمسورتيا باندې هم منفې اغيزه لري. اوس د ټولې نړۍ پر مخ د پيسو پړسوب فشار د زياتېدو په حال کې دی، نو د ګمرکي مالياتو زياتوالی به د دواړو هېوادونو تصديو او مشتريانو ته زيانونه ورسوي.