چین د بشري حقونو د ساتنې په برخه کې سترې لاسته راوړنې لري
cri2021-10-01 10:13:06
شريکول:

د چين د بشري حقونو څیړنيز سازمان د سپتمبر په ۲۹مه نېټه يو راپور خپور کړ چې له مخې يې نړۍ ته د چین د بشري حقونو د عملي پلان (۲۰۲۰- ۲۰۱۶) د پلي کېدو لاسته راوړنې په ډاګه شوې دي.

نړۍ د ياد راپور له مخې کولی شي چې د چین واکمن ګوند او حکومت پر اداري مفهوم ښه پ،ه شي او د چین د بشري حقونو د ساتنې په برخه کې سترې لاسته راوړنې وپېژني. چين نه یوازې په کور دننه د بشري حقونو په چارو کې لویې لاسته راوړنې لري، بلکې د بشري حقونو نړیوالې حکومتدارۍ او د نړۍ د بشري حقونو چارو د پرمختګ لپاره يې هم ستر خدمتونه کړي دي.