لي که چيانګ د چين حکومت د دوستۍ جايزې ګټونکو سره وکتل
CRI2021-10-01 10:02:39
شريکول:

د چین صدراعظم لي که چيانګ د سپتمبر په ۳۰ مه نېټه د دغه هېواد په پلازمينې بېجينګ کې له هغو بهرنيو کارپوهانو سره وکتل، چې په ۲۰۲۰م او ۲۰۲۱ م کال کې يې د چين حکومت دوستۍ جايزې ګټلې دي.
لي که چيانګ په خپلو خبرو کې د  چين د پرمختګ او نړيوالو اړيکو لپاره د دغو بهرنيو کارپوهانو خدمتونه وستايل او هغو ټولو بهرنيو کارپوهانو او د دوی کورنيو ته یې نيکې هيلې او پېرزوینې وړاندې کړې، چې په چين کې کار کوي او د چين پرمختګ ته پاملرنه کوي.
هغه وويل، چې چين به له نورو هېوادونو سره د تکنالوژۍ د نوښت په برخه کې زياتې ګډې همکارۍ وکړي، د با استعداده کسانو ترمنځ تګ راتګ به وهڅوي او د ګډو نړيوالو ننګونو د لرې کولو لپاره به د بېلابېلو هېوادونو د ساينسپوهانو ګډو کارونو ته زمينه برابره کړي.
لي که چيانګ وويل، چې چين به د اصلاحاتو او ورخلاصون چارې لاپسې پياوړې او د کار او سوداګرۍ چاپيريال به ښه کړي او زيات بااستعداده بهرنيان به راجلب کړي.
د چين حکومت په لومړي ځل په ۱۹۹۱م کال کې د چين حکومت دوستۍ جايزې اعلان کړې او هر کال هغو بهرنيانو ته دا جایزې ورکوي، چې د دغه هېواد د ابادۍ لپاره يې خدمتونه ترسره کړي دي.