شي جين پينګ د دوبۍ نړيوال نندارتون د چين نندارځي ته وينا وکړه
CRI2021-10-01 15:11:07
شريکول:

د چين د دولت رئیس شي جين پينګ د اکتوبر په لومړۍ نېټه په انلاين ډول د عربي متحده اماراتو د دوبۍ نړيوال نندارتون کې د چين نندارځي ته وينا وکړه. نوموړي په خپله وينا کې وويل، دا لومړی ځل دی چې نړيوال نندارتون په منځني ختيځ کې ترسره کيږي او په روان نندارتون کې به بېلابېلو ګډون کوونکي هېوادونه د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ په اړه خپلې مفکورې او لاسته راوړنې وښيي. چين بېلابېلو هېوادونو ته وړانديز کوي، چې د نړيوالې ادارې د پياوړتيا او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو لپاره ګډې هڅې وکړي. چين به له بېلابېلو هېوادونو سره خپلمنځي اړيکې او همکارۍ تقويه کړي، د پرمختګ له فرصتونو څخه به ښه استفاده  او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو لپاره به کوششونه وکړ.