د چين سوداګرۍ وزارت: د خپلو تصديو حقه حقونه به په ټينګه وساتو
CRI2021-10-01 10:01:34
شريکول:

د چين د سوداګرۍ وزارت وياندې شو يو تينګ د سپتمبر په ۳۰ مه نېټه د دغه وزارت په مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې چين به د خپلو تصديو حقه حقونه په ټينګه وساتي..
دا په داسې حال کې ده، چې کاناډا د چين د عصري ټکنالوژۍ د مشهور شرکت (هوا وې) مالي مشره منګ وان جو له درې کلن توقيف وروسته خوشې کړه او بېرته چين ته ستنه شوې ده..
 شو يو تينګ دغې مطبوعاتي غونډې ته په وينا کې وويل، چې امريکا د خپل ملي امنيت په پلمه پر چيني تصديو، ارګانونو او شخصيتونو غېر قانوني بنديزونه لګولي، چې له امله يې د نړيوال اقتصاد او سوداګرۍ نظامونو او نړيوال صنعتي ځنځير ته ډېر زيانونه رسېدلي دي. نوموړې وويل، چې امريکا بايد خپلې ناسمې کړنې پای ته ورسوي او چين به د خپلو تصديو د حقه حقونو د ساتلو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.