د امريکا مشهور خبريال مايکل هيلتزيک د سپتمبر پر ۲۸مه نېټه په لوس انګلس تايمز کې په يوه ليکنه کې د امريکا د سي ان ان او نورو عمده خبري رسنيو د هغو کړنو غنده وکړه چې د ګڼ شمېر علمي څېړنو نتيجو ته يې سترګې پټې کړي او په عامو افکارو کې يې له لابراتوار څخه د کروبا ويروس د خپرېدو نظريې د راپاڅولو لپاره هڅې کړي.
د نوموړي په مقاله کې دا راغلي، چې ګن شمېر څېړنيزې نتيجو څرګنده کړه چې د کرونا ويروس له طبعيت څخه راغلی، خو يادو رسنيو لا هم خلک معتقد کړی چې ويروس له لابراتوار څخه وتلی دی.
هيلتزيک وويل، چې هغه خبرونه چې وايي، کرونا ويروس د چين له لابراتوار څخه راغلی، د ټرمپ د حکومت قصدي توطيه وه.
هيلتزيک په خپله مقاله کې د کرونا ويروس د سرچينې په اړه يو لړ تازه څېړنيزې نتيجې لېسټ کړی. هغه لیکلي، سره له دې چې له ګن شمېر شواهدو څخه دا څرګنده شوې چې ويروس د آسمان څکالکی له لارې انسان ته خپور شو، ځيني امريکايي رسنۍ لا هم سپين ته تور ويلي.