د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر جان يويس ليدريان وایې که څه هم فرانسې او امريکا خپلمنځی ډیالوګ بیا پیل کړی، خو د دوه اړخیزو اړیکو کړکیچ پای ته نه دی رسیدلی.
له ليدريان د سپتمبر پر ۲۹مه د فرانسې د مشرانو جرګې لخوا پوښتنه وشوه. هغه وویل چې د فرانسې او امريکا اړیکې په اوسنۍ مرحله کې له سخت بحران سره مخ دي. له بحران څخه د وتلو لپاره جدي عمل ته اړتیا ده، نه یوازې تشې خبرې.
د فرانسې ولسمشر امانويل ماکرون د سپتمبر پر ۲۲مه د امريکا له ولسمشر جو بایډن سره تلیفوني خبرې وکړې. دواړو مشرانو پرېکړه وکړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور بیا رغونې په هدف به د ژورې مشورې پروسه پیل کړي.