د ایران ځمکنیو ځواکونو د اکتوبر له لومړۍ نېټې څخه له اذربایجان سره نژدې د ایران شمال لویدیځ سرحدي سیمه کې د "هایبیر فاتح" په نوم نظامي تمرینات ترسره کړي. هاموي موټرونه، توپونه، بې پیلوټه الوتکې او برېښنایي جنګي سیسټم په هوا کې د هلیکپټرو په ملاتړ تمرین کې برخه اخیستې.
د ایراني پريس تلویزیون خبر ورکړ چې د دغه هېواد د ځمکنیو ځواکونو قوماندان کيمورث حیدري د تمرین د پیل په مراسمو کې وویل چې د تمرین هدف "په سیمه کې د ځمکنیو ځواکونو جنګي چمتوالی ښه کول" دی. د تمرین موده او جغرافیوي ساحه نه ده افشا شوې.