د پاکستان د ګوادر مسلکي او تخنيکي ښوونځی، چې د چين په مرسته جوړ شوی، د اکتوبر پرلومړۍ نېټه يې د فعالېدو مراسم تر سره شوه او ژر به پاکستان ته وسپارل شي.
ياد مراسم د پاکستان د بلوچستان په ګوادر کې تر سره شول. د ګوادر بندر مشر په دې مراسمو کې د چين له مرستې د دغې پروژې له چيني کارکوونکو څخه مننه وکړه. هغه وويل، چې پاکستان د چين او پاکستان ترمنځ د اقتصادي دهليز د انرژۍ او بنسټيزو تأسيساتو له پروژو څخه ډېري ګټې تر لاسه کړې.
په پاکستان کې د چين سفير نونګ ژونګ د ويډيو له لارې په يادو مراسمو کې وويل، چې د ګوادر مسلکي تخنيکي ښوونځي فعالېده د دواړو هېوادونو د اقتصادي دهليز د ابادۍ په چارو کې يوه مهمه ميل تيږه بلل کيږي. د دې ښوونځي له فعالېدو وروسته به هر کال د څه باندې زر کسانو لپاره مسلکي روزنې برابرې کړي او لوړ تخنيک لرونکي کسان به وروزي.