افغان سرپرست حکومت له بېلا بېلو هېوادونو څخه غوښتي چې په کابل کې خپل سفارتونه بيا پرانیزي
cri2021-10-02 14:43:49
شريکول:

د سپتمبر پر ۳۰مه د افغانستان د سرپرست حکومت د لومړي وزیر مرستیال ملا عبدالغني برادر له بېلا بېلو هېوادونو څخه وغوښتل چې په کابل کې خپل سفارتونه بیرته پرانیزي.

برادر په همدې ورځ په یوه غونډه کې يادې څرګندونې وکړې. هغه په ​​خپلو خبرو کې دې ته اشاره وکړه چې د افغانستان سرپرست حکومت د نورو هېوادونو د ضرر اراده او پالیسي نه لري.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد سهيل شاهین په ټولنیزو رسنیو کې د ملا برادر په حواله لیکلي، د افغانستان سرپرست حکومت د نړۍ له هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي او که څوک مونږ سره مشکل لري، موږ حاضر يو چې د مفاهمې له لارې مشکل ورسره حل کړو.