په پروان ولایت کي د طالبانو پر يو موټر بريد وشو
CRI2021-10-02 15:07:32
شريکول:

د افغانستان د طالبانو د وياند مرستيال بلال کريمي د اکتوبر پر لومړۍ نېټه رسنیو ته وویل ، چې د طالبانو يو موټر د پروان ولايت په چاريکار ښار کې د چاودنې له بريد سره مخامخ شو، دوه شکمن بريرګر وروسته د پلټنې په عملياتو کې نیول شوي.

کريمي وويل، د پلټنې په عملياتو کې د داعش يو خوندي ځای پيدا شوی، د دې سازمان څو غړي وژل او څو تنه يې ژوندي نیول شوي دي. د کریمي په وینا په دې عملياتو کې د طالبانو ۵ سرتیري هم ټپيان شوي دي.