د نايجريا اتسازي د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د نژاد پرستي ضد مبارزه وغوښتل
CRI2021-10-02 14:10:06
شريکول:

د نايجريا استازي د سپتمبر پر ۳۰مه نېټه د ۷۸ هېوادونو په استازيتوب د م.م د ۷۶مې عمومي اسمبلۍ د درېيمې کمېټې په مباحثوي غونډه کې د وينا په خپرولو سره د نژادي تبعيض، د پوليسو د زورزياتي او په ټولنه کې د نابرابرۍ په شمول مسئلو ته جدي پاملرنه څرګنده کړه او و يې غوښتل، چې د دوربن اعلاميه او عملي پلان (Durban Declaration and Programme of Action ) دې ژر پلی شي او له هر ډول نژاد پرستي او اړوندو ناوړو کړنو سره دې مبارزه وشي.

د نايجريا استازي په خپله وينا کې دې ته اشاره وکړه، چې په ګردې نړۍ کې د افريقايانو، افريقايي الاصله خلکو، آسيايانو او آسيايي الاصله خلکو او بوميانو ضد سيستماتيک نژاد پرستی، توپيرونه او دوښمنانه جنايي کړنې شتون لري. د کرونا وبا په موده کې د ځينو سياستوالو د غېرمناسبو خبرو او معلوماتو له امله د نژداي تبعيض وضعيت سخت شوی او اړوندې جنايي پېښې ډېرې زياتې شوي دي.

نوموړي په خپله وينا کې غوښتنه کړې، چې نړيواله ټولنه بايد مناسب انتخاب وکړي او د مورئيتوب، د غلامۍ د قاچاق او استعمار زيانمن شوي خلک دې وساتي، په تيره بيا د افريقايي الاصله خلکو وقار او برابر حقونه دې تامين کړي.