د امريکا د خپرونو شرکت (ABC) د اکتوبر په لومړۍ نېټه خبر ورکړ، چې اوس په شاو خوا هرو ۷ امریکايانو کې يو تن د کرونا ويروس مثبته پايله لري او په هرو ۴۶۹ امريکايانو کې يو تن د دې ويروس له امله مړ شوی دی.
د معلوماتو له مخې، اوس د امريکا د ۹۷ سلنه ولسواليو په استوګنيزو سيمو کې د کرونا وبا ډېرې پېښې شتون لري.
د امريکا د کلومبيا خپرونو شرکت (CBS) خبر ورکړ، چې اوس د امريکا په کليو کې د دې ويروس له امله د مړينې کچه د ښارونو دوه چنده ده.
د امريکا واشينګټن پوست ورځپاڼې لیکلي، چې د کرونا وبا ضد مبارزه کې د امريکا د ناکامۍ مسئوليت د امريکايي سياستوالو پر غاړه دی.