چين په ملګرو ملتونو کې د ۷۵ هېوادونو په استازيتوب د واکسين د عادلانه وېش غوښتنه وکړه
CRI2021-10-03 14:58:13
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي جانګ جون د اکتوبر په لومړۍ نېټه د ملګرو ملتونو د ۷۶مې اسامبلۍ د درېيمې کميټې په مباحثوي غونډه کې د ۷۵ هېوادونو په استازيتوب وينا وکړه. هغه وويل، چې اوس کرونا وبا ډېره خپرېږي، خو د کرونا ضد واکسين په بې غرضه توګه نه وېشل کېږي. هغه له بېلابېلو هېوادونو وغوښتل، چې يو موټی شي او واکسین په عادلانه توګه وویشي، څو د بشر د روغتيا ګډه ټولنه جوړه کړي.

نوموړي وويل، چې واکسين توليدوونکي هېوادونه بايد په وخت او کافي ډول پرمختيايي هېوادونو ته واکسين برابر کړي، نړيوال پولي سازمانونه او نور نړيوال سازمانونه بايد د واکسين د اخيستلو او  د پرمختيايي هېوادونو د توليدي توان د لوړولو لپاره پانګې برابرې کړي.