قطر په ځايي وخت د اکتوبر په ۲مه نېټه د مشورتي مجلس ټاکنې تر سره کړې. د دې ټاکنو رای اچونې د همدې ورځې د سهار له اتو بجو څخه د مازديګر تر شپږو بجو پورې دوام درلود.
دا د دې هېواد لپاره لومړی ځل دی، چې د مشورتي مجلس ټاکنې یې تر سره کړي. ۲۸۴ کاندیدانو په دې ټاکنو کې ګډون کړی، چې ۲۸ تنه یې ښځې وې.
مشورتي مجلس د قطر د قانون جوړولو او سلامشورې ارګان دی، چې په ۱۹۷۲ کال کې جوړ شوی. مخکې د دې ارګان ټول غړي د هېواد د امير لخوا ټاکل کېدل. سږ کال د جولای په ۲۹مه نېټه د دې هېواد امير تميم بن حمد آل ثاني د ټاکنو نوی قانون خپور او ټاکل شوې وه ، چې د اکتوبر په ۲مه نېټه د مشورتي مجلس ټاکنې تر سره شي.