د چيني واکسين د خونديتوب او موثريت د بدنامولو کړنې د منلو وړ نه دي
CRI2021-10-03 15:23:13
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، دغه هېواد د روان کال د سپتمبر تر پايه پورې له سل زياتو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو ته د کرونا وبا ضد واکسين او اوم مايع مواد برابر کړی، له ۱۵ بهرنيو هېوادونو سره د واکسين د توليدي مرکزونو د جوړولو مرستې کړې او کوي يې، له ځينو هېوادونو سره يې د اړوندې تکنالوژۍ مرستې کړې دي.

د کرونا وبا ضد د چين د حکومت مرستندويه يو ميليون دوزه واکسين د اندونيزيا پلازمينې جاکارتا ته ورسيد. د ملګرو ملتونو سوله ساتونکو ته د کرونا وبا ضد د چين د ۳۰۰ زرو دوزه واکسين د ورکولو انلاين مراسم تر سره شول. په مصر کې د چين د سينواک کمپنۍ او د مصر د واکسيرا کمپنۍ په همکارۍ د واکسين د توليد فابريکه پرانيستل شوې. د ازبکستان د درملو جوړولو شرکت ( د زولابيک لابراتوار ) د چين د علومو اکاډمۍ لخوا څېړل شوی د کرونا وبا ضد واکسين په توليد پيل کړی دی. د چين واکسين د اسيا، اروپا، افريقا او لاتيني امريکا په بېلا بېلو هېوادونو، په تيره بيا پرمختيايي هېوادونو کې د کرونا وبا ضد مبارزې کې اغېزمن رول لوبولی دی. چين به د کرونا وبا ضد نړيوالو همکاريو لپاره د نويو فصلونو ليکلو ته دوام ورکړي.

د چين واکسين خونديتوب او موثريت څنګه دی؟ نړيوالو علمو څېړنو او د بېلا بېلو هېوادونو کلينکي معلوماتو يادې پوښتنې ته باوري شواهد برابر کړي.

د سريلانکا د سريجاياوارديناپورا(Sri Jayawardenapura) پوهنتون د جولای پر ۲۰مه نېټه د چين د سينوفارم کمپنۍ واکسين د اغېزمنتوب په اړه خپل څېړنيز راپور خپور کړی چې له مخې يې، د سينوفارم واکسين د دوو دوزو تر تزريق وروسته د ۹۵٪ کسانو په بدنونو کې د کرونا وبا ضد انتيباډي پيدا شوې او د دې تر څنګ د دغه واکسين د دېلتا په نوم د کرونا ويروس د بدلې بڼې پر وړاندې هم مثبته اغېزه لري. د دومينيکن د څېړنو له مخې، په دغه هېواد کې د چين د سينواک کمپنۍ جوړ واکسين له امله په روغتونونو کې د بستري ناروغانو شمېر له شل سلنې څخه تر سل سلنې پورې کموالی ښيي. په اندونيزيا کې د هغو طبي کارکوونکو کې چې چيني واکسين تزريق وشي، ۹۴ سلنه يې پر کرونا وبا د اخته کېدو څخه خوندي ساتل شوي.

که څه هم مختلف هېوادونه د ازمايښتي معيارونو په برخه کې توپيرونه لري، خو د چيني واکسين د خونديتوب او اغېزمنتوب شاخصونه د روغتيا نړيوال سازمان له ټاکلي معيارونو لوړ دي او دغه واکسين په پراخه ساحه کې خلکو ته اغېزمن خونديتوب ورکولی شي. د علمي او عقلي اوازونو پر وړاندې د چيني واکسين د بدنامولو په غرض د امريکا او نورو لويديځو هېوادونو بې بنسټه تورونه شنډه شوې ده.

د چين واکسين خونديتوب او موثريت څنګه دی؟ د بېلا بېلو هېوادونو مشرانو او خلکو يادې پوښتنې ته ځوابونه ورکړي دي.

(( د چين واکسين د سيشل د خلکو لپاره ډېر ښه خدمت کړی. )) (( ما په علني توګه د کرونا وبا ضد د چين واکسين کړی او د ترکيې خلکو او ټولې نړۍ ته مې د دغه واکسين خونديتوب او موثريت څرګند کړی. )) (( چين په صربيا کې د کرونا وبا ضد واکسين فابريکا جوړه کړې چې دا کار د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستۍ سمبول دی. )) يادې څرګندونې د چين د واکسين په اړه د زياتوالو هېوادونو اعتماري رايې بلل کيږي.

د کرونا وبا ضد د چين واکسين د خپل ښه کيفيت له امله د نړۍ د زياتو هېوادونو له خوا منل شوی. بر سير پر دې، د چين واکسين د زېرمې او ليږد په برخو کې وړتيا لري چې دغه واکسين د سانتيګراد په حساب له ۲ درجو څخه تر ۸ درجو پورې په چاپيريال کې ساتل او ليږدول کيږي او له امله يې د زياتره هېوادونو لپاره د زېرمې او ټرانسپورټ لګښتونه کمېدای شي. چين د خپل پياوړی توليدي توان له لارې په نړۍ کې د واکسين له تقاضا د عرضې د کموالي ستنونزه حلولی شي. د چين د واکسين د عادلانه او مناسبې بيې له امله د پرمختيايي هېوادونو مالي بارونه سپکېدای شي.

يادو معلوماتو ته په کتو ښکاري، چې د امريکا او ځينو لويديځو هېوادونو د سياستوالو او خبري رسنيو هغه کړنې چې (( د واکسين سيالي )) او (( د واکسين ډيموکراسي )) په اړه  يې تبليغات کړي، د کرونا وبا ته د سياسي رنګ ورکولو چال چلند او د دغې وبا ضد پر نړيوالو همکاريو سخت خنډونه دي.