د چين ميډيا ګروپ مشر د متحده عربي اماراتو په ورځپاڼه کې د دوبۍ نړيوال نندارتون په مناسبت د مبارکۍ مقاله خپره کړه
CRI2021-10-03 15:06:15
شريکول:

د چين د ميډيا ګروپ مشر شن های شيونګ د دوبۍ نړيوال نندارتون د پرانستنې په درشل کې د متحده عربي اماراتو په (( الاتحاد)) ورځپاڼې کې د يوې مقالې په خپرولو سره د دغه نندارتون په مناسبت مبارکي وويله.

نوموړي په خپله مقاله کې ليکلي، چې د چين ميډيا ګروپ د سپتمبر پر شلمه نېټه د دوبۍ نړيوال نندارتون له شرکت سره همکاريز تړون لاسليک کړی او د دغه نړيوال نندارتون يوازينې رسمي چيني همکاريزه خبري رسنۍ ګرځېدلې ده. د چين ميډيا ګروپ به د نيم کال په وخت کې د دې نندارتون د پرانيستنې او پای مراسمو، اصلي فعاليتونو، بېلا بېلو نندارځيو، ښايسته نندارو او مشهورو مېلمانو په اړه هراړخيز خبرونه او په زړه پورې پروګرامونه جوړ او خپاره کړي.