د ملګرو ملتونو د ۷۶مې عمومي اسامبلۍ رئيس عبدالله شاهد د اکتوبر پر لومړۍ په يوه خبري ناسته کې وويل، چې پر څواړخیزتوب ټينګار کول د ګډو ننګونو پر وړاندې د نړيوالې ټولنې يوازينی انتحاب دی.
عبدالله شاهد وويل، چې د کرونا وبا لا هم يوه سخته ننګونه ده. هغه اعلان وکړ، چې د راتلونکي کال په جنورۍ کې به په ګرده نړۍ کې د کرونا وبا ضد واکسين د تطبيق چارو د ارزونې لپاره يوه عالي رتبه غونډه تر سره شي.
نوموړي زياته کړه، چې د اقليمي بدلون په شمول د نړيوالو ننګونو ضد مبارزې په غرض به د اکتوبر پر ۲۶مه نېټه د اقليمي بدلون ضد اقداماتو تر عنوان لاندې يوه انلاين ناسته تر سره کړي. د هغه په وينا کې، دغه ناسته به د دې لپاره زمينه برابره کړي، چې د م.م غړي هېوادونه له ملکي ټولنو او نورو خواوو سره د م.م د اقليمي چارو د غونډې په لاره کې د همت او تدبيرونو د پياوړتيا ارزونه وکړي.