چين د ۲۰۲۰م کال تر پايه پورې د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د ۱۰۰ پرتو هېوادونو په شمول له ۱۲۸ هېوادونو او سيمو سره د هوايي ترانسپورت دوه اړخيز تړونونه لاسليک کړي او له ۶۴ هېوادونو سره يې د مالونو د لېږد رالېږد نوبتي هوايي کرښې ساتلي دي. د چين د ملکي هوايي چارو زيات شاخصونه په نړۍ کې مخکښ دي.
تر ۲۰۲۰م کال پورې، په چين کې د هوايي کرښو شمېر ۵ زره او ۵۸۱ ته رسيدلی، چې د ۲۰۱۲م کال په پرتله ۳ زره او ۱۲۴ زيات شوی او د زياتوالي کچه يې ۱۲۰ سلنې ته رسيدلې ده.
چين د ملکي الوتکو په وسيله د حمل او نقل عمومي اندازې او د مسافرينو شمېر په دواړو برخو کې د نړۍ دوهم ځای نيولی دی.