په زياتو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو کې د چين سفارتونو او پلاويو د دغه هېواد د ملي جشن د لمانځنې فعاليتونه تر سره کړي
CRI2021-10-03 14:58:15
شريکول:

په زياتو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو کې د چين سفارتونو، قونسلګريو او پلاويو په دې وروستيو کې د چين ملي ولسي جمهوريت د جوړېدو د ۷۲مې کليزې د لمانځنې فعاليتونه تر سره کړي دي.

د افريقايي هېوادونو په ټولنه کې د چين ديپلوماتيک پلاوي د ملي جشن په مناسبت يوه انلاين ناسته تر سره کړه او په دې وروستيو کلونو کې د کرونا وبا ضد مبارزې او د يو کمربند او يوې لارې پېشنهاد په برخو کې د چين او د افريقايي هېوادونو ټولنې ترمنځ همکاريو او لاسته راوړنو ته بيا کتنه وکړه. د نوموړې ټولنې رئيس موسا فاکي (Moussa Faki ) په دغه ناسته کې وويل، چې هيله لري چين د پرمختګ موخې ته د ورتګ په لاره کې دوامداره برياليتوب تر لاسه کړي او دغه هېواد له افريقايي هېوادونو سره د نړۍ د عدالت او سمسورتيا د پياوړتيا لپاره ګډې هڅې وکړي.

په پاکستان، ويتنام، چيلي او پيرو کې د چين سفارتونو د ملي جشن د لمانځنې فعاليتونه هم تر سره کړي او ګډونوالو يې دغه هېواد ته خپلې نيکې هيلې وړاندې کړې.