د چين سوداګرۍ وزارت په خپلې ويبپاڼې خبر ورکړی، چې د روان کال له جنورۍ څخه تر اګست پورې د دغه هېواد د خدمتي سوداګرۍ د زياتوالی انډول ښه ساتل شوی دی. خبر وايي، چې په روان کال کې په لومړنيو اتو مياشتو کې د چين د خدمتي سوداګرۍ د صادراتو او وارداتو عمومي ارزښت ۳۲۷۱ ميليارډه او ۶۶۰ ميليونه يوانه دی، چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۹.۴ سلنه زياتوالی ښيي. په دغه خبر کې د چين د خدمتي سوداګرۍ د صادراتو عمومي ارزښت ۱۵۴۹ ميليارډه او ۹۹۰ ميليونه يوانه ښودل شوی، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲۵.۳ سلنه زيات شوی او د خدمتي سوداګرۍ د وارداتو ارزښت يې بيا ۱۷۲۱ ميليارډو او ۶۶۰ ميليونه يوانه ښودل شوی چې دا بيا د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱.۸ سلنه کم شوی دی.
په روان کال کې د چين د خدمتي سوداګرۍ د صادراتو زياتوالی د وارداتو په پرتله ۲۷.۱ سلنه زيات شوی، چې د خدمتي سوداګرۍ منفي توازن يې ۶۶.۷ سلنه ټيټوالی ښيي او ۱۷۱ ميليارډه او ۶۷۰ ميليونو يوانو ته راښکته شوی دی.
(مينه)