د امريکا د کليفورنيا ايالت په جنوبي څنډه کې د اومو نفتو له زېرمې څخه تيل خوشې شوي
cri2021-10-04 15:34:11
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د کليفورنيا ايالت د اورانګ ولسوالۍ په جنوبي څنډه کې د اومو نفتو له زېرمې څخه تېل خوشې شوي، چې له امله يې په سمندر کې ۳۵ کيلومتره مربع سيمه ککړه شوې ده او ځايي ايکولوژيک چاپيريال يې ډېر سخت اغيزمن کړی دی.

خبر رسنۍ وايي، چې دغه تېل د امريکا د فيډرالي حکومت تر ادارې لاندې په سمندري سيمه کې د اومو نفتو د انتقال له هغو تاسيساتو څخه خوشي شوي دي. ځايي حکومت د روانې مياشتې په ۲ مه نېټه اړوند راپور تر لاسه کړی، خو د ۳ مې نېټې تر غرمې پورې يې ستونزه نه وه حل کړې.

ځايي حکومت د اکتوبر په ۳ مه نېټه خلکو ته خبرداری ورکړی چې له ککړو سيمو څخه لېرې پاتې شي او ويلي يې دي، چې د ځناور د درملنې کارونه يې پيل کړي دي.

(مينه)