طالبانو په کابل کې د داعش پر يوه پټنځي بريد کړی
CRI2021-10-04 12:45:20
شريکول:

د افغانستان طالبانو د اکتوبر په ۳مه نېټه د کابل په ۱۷مه ناحيه کې د داعش پر يوه پټنځي بريد کړی، چې له امله يې د داعش څو غړي وژل شوي دي.

د يو بل خبر له مخې، د طالبانو د سرپرست حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستيال ذبيح الله مجاهد پر ټولنيزو رسنيو خبر ورکړی و، چې په کابل کې د عيدګاه جامع جومات ته څېرمه چاودنه شوې ده. د طالبانو سرپرست حکومت د کورنيو چارو وزارت وياند سعيد خوستي ويلي، چې په ياده چاودنه کې ۲ تنه وژل شوي او ۴ نور تنه ټپيان شوي دي.

ويل کېږي، چې دا چاودنه په داسې حال کې شوې، چې په ياد عيدګاه  جومات کې د ذبيح الله مجاهد د مور د فاتحې مراسم تر سره کېدل.