ايران له امريکا څخه وغوښتل چې پر پانګو يي بنديزونه لرې کړي
CRI2021-10-04 12:22:48
شريکول:

د ايران د بهرنيو چارو وزير حسين امير عبداللهيان د اکتوبر په ۲مه نېټه د دې هېواد له ملي تليويزيون سره په مرکه کې وويل، چې امريکا بايد په بهر کې د ايران پر پانګو لګېدلي بنديزونه لرې کړي، او بيا دې د ايران د ذروي مسئلې په هراړخيز تړون کې د بيا ګډون غوښتنه وکړي.

نوموړي وويل، ايران به ژر د ياد تړون له اړوندو خواوو سره خبرې اترې اعاده کړي، خو امريکا بايد خپله رښتينې موخه او اراده په ډاګه کړي. هغه زياته کړې، چې د ايران حکومت به د ذروي تړون د مذاکراتو ډلې غړي ژر وټاکي او د ياد هراړخیز تړون په اړه د دې هېواد د نوي حکومت عمومي تګلاره به هم ژر جوړه شي.