د چين ۱۳م هوايي او فضايي نندارتون پای ته ورسيد
CRI2021-10-04 15:44:07
شريکول:

د چين ۱۳م هوايي او فضايي نندارتون د اکتوبر په ۳مه نېټه د ګوانګ جو ولايت په جو های ښار کې پای ته ورسيد. په دغه نندارتون او اړوند انلاين نندارتون کې د ۴۰ هېوادونو او سيمو د نژدې ۷۰۰ تصديو زرګونه هوايي او فضايي  توکي نندارې ته وړاندې شوي او د نندارچيانو د شمېر يې ۱۲۰ زرو څخه زيات ښودل شوی دی.

د اګست د لومړۍ نېټې په نوم د چين د هوايي ځواک هوابازۍ ډلې د دغه نندارتون په شپږو ورځو کې نندارچيانو ته د الوتنې په زړه پورې نندارې تر سره کړي.

ټاکل شوې، چې د چين ۱۴م هوايي او فضايي نندارتون به د راتلونکي کال د نومبر له ۸مې نېټې څخه تر ۱۳مې نېټې پورې په جو های ښار کې تر سره شي.