د يوشيهيدي سوګا کابينې استعفا وکړه
cri2021-10-04 15:00:43
شريکول:

د جاپان يوشيهيدي سوګا کبينې ټولو غړو د اکتوبر د ۴ مې نېتې په سهار د کابينې په يوې غونډې کې له خپلو دندو څخه استعفاوې اعلان وکړې. 

ټاکل شوي چې د روانې مياشتې د ۴ مې نېټې په ماسپښين به د جاپان په پارلمان کې ټاکنې تر سره شي او د ليبرال ډيموکراتيک ګوند مشر فوميو کيسيدا به د دغه هېواد ۱۰۰ م صدراعظم وګرځي او نوموړی به بيا د دې هېواد نوې کابينه جوړه کړي.

(مينه)