جوزف بورل د سعودي عربستان له لوړ پوړو چارواکو سره کتلي
cri2021-10-04 14:12:50
شريکول:

د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو او امنیتي پالیسۍ لوړ پوړي استازي جوزف بورل پر ځايي وخت د اکتوبر په ۳مه نېټه په سعودي عربستان کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر فیصل بن فرهان او د بهرنیو او دولتي چارو له وزیر عادل الجبیر کتلي دي. د سعودي عربستان لوړ پوړيو چارواکو او جوزف بورل د افغانستان، يمن او د ايران د ذروي تړون په ګډون د سیمه يیزو او نړیوالو مسئلو په اړه د نظريو تبادله کړې ده.

تر خبرو اترو وروسته جوزف بورل له فیصل بن فرهان سره یوه خبري ناسته ترسره کړې ده. جوزف بورل په خپلو خبرو کې ویلي چې اروپایي ټولنې د سعودي عربستان په ګډون د خلیج همکارانو ته له ایران سره د ذروي خبرو اترو د بیا پیل په اړه معلومات ورکړي او ټینګار یې کړی چې د ایران ذروي خبرې اترې د سعودي عربستان او منځني ختیځ سيمې د امنیت لپاره ډېرې مهمې دي. اروپايي ټولنه هيله لري چې د ویانا ذروي خبرې اترې ژر بيا پيل شي، خو هغه دا هم ومنله چې اړوندې خواوې د خبرو اترو لپاره پر یوې مشخصې نیټې موافقې ته نه دي رسیدلي.