فوميو کیسيدا د جاپان د لومړي وزير په توګه وټاکل شو
CRI2021-10-04 16:20:33
شريکول:

د جاپان د لومړي وزير څوکۍ لپاره ټاکنې د اکتوبر په ۴مه نېټه د دغه هېواد د پارلمان په عمومي غونډه کې تر سره شوې. د جاپان د ليبرال ډيموکراتيک ګوند مشر فوميو کيسيدا ۱۴۱ موافقه رايې تر لاسه کړي، چې شمېر يې د ۲۴۱ نافذو رايو له نيمايي څخه زيات دی. د جاپان پارلمان نوموړی د دغه هېواد د لومړي وزير بريالی اعلان کړ.