په جنوبي سوډان کې د چين د ۷ مې ډلې سوله ساتو افسرانو او عسکرو د م.م د سولې افتخاري ميډال تر لاسه کړ
cri2021-10-04 14:54:30
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، په جنوبي سوډان کې د چين د ۷ مې ډلې سوله ساتو افسرانو او عسکرو د اکتوبر په ۲ مه نېټه د دغه هېواد په پلازمينه جوبا کې د م.م د سولې افتخاري ميډال تر لاسه کړ.

يادې ډلې ته د ميډال ورکولو مراسم په همدې ورځ په جوبا کې د م.م په کمپ کې تر سره شول. د جنوبي سوډان لپاره د م.م عمومي منشي ځانګړي استازي هليتيم السعيد د چين افسرانو او عسکرو ته ميډال ورکړ او د سولې د ساتلو لپاره د چين د افسرانو او عکسرو کوښښونه يې وستايل او مننه يې ورڅخه وکړه.

(مينه)