په م م کې "شينجيانګ یو ښه ځای دی" ویډیويي تبادلوي غونډه تر سره شوه
cri2021-10-04 14:10:19
شريکول:

د چين د شینجيانګ د اویغور کورواکې سیمې حکومت او په ملګرو ملتونو کې د چین دایمي پلاوي پدې وروستیو کې په ګډه د " شينجيانګ یو ښه ځای دی" په نوم ویډیويي تبادلوي غونډه ترسره کړې ده. په ملګرو ملتونو کې د څو هېوادونو دایمي سفیرانو، ډیپلوماټانو، د ملګرو ملتونو د ادارو چارواکو، د چین او بهرنیو رسنیو خبريالانو او د غیر حکومتي سازمانونو استازو په ګډون شاوخوا ۱۲۰ تنو په ياده غونډه کې ګډون کړی و.

په ملګرو ملتونو کې د چین دایمي استازي جانګ جيون يادې غونډې ته په خبرو کې وویل چې په وروستیو کلونو کې د شينجيانګ ټولنې متحدې او باثباته شوي، اقتصاد یې وده کړې او د بېلا بېلو قومونو د خلکو د ژوند سويه او د بشري حقونو ساتنه په دوامداره توګه ښه شوې ده. د شينجيانګ حکومت د ترهګرۍ او تندلارۍ د له منځه وړلو لپاره يو لړ تدبيرونه نيولي چې د بېلا بېلو قومونو د خلکو لخوا په بشپړ ډول درک او ملاتړ يې کېږي او د ملګرو ملتونو د ترهګرۍ ضد ستراتیژۍ او د تاوتریخوالي افراطیت د مخنیوي له عملي پلان سره پوره مطابقت لري. د دوی دا اقدامات په بشپړ ډول قانوني او مطابقت لرونکي ، مناسب او معقول دي.