الجزاير د فرانسوي ولسمشر د خبرو له امله خپل سفير ورغوښتی
CRI2021-10-04 12:49:28
شريکول:

د الجزاير ولسمشرۍ دفتر د اکتوبر په ۲مه نېټه په يوه اعلاميه کې ويلي، چې د الجزاير په اړه د فراسنې ولسمشر ايمانويل ماکرون د نامناسبو خبرو له امله، دغه هېواد پرېکړه کړې چې له فرانسې څخه خپل سفير وروغواړي.

په ياده اعلاميه کې راغلي، چې ماکرون د سپتمبر په ۳۰مه نېټه د الجزاير په اړه غير مسئولانه خبرې کړي، چې الجزاير ته بيخي د منلو نه دي، نو دغه هېواد پرېکړه کړې، چې له فرانسې څخه خپل سفير وروغواړي او د اړوندو مسئلو په اړه ورسره خبرې وکړې.

د الجزاير رسنيو خبر ورکړی، چې ماکرون د سپتمبر په ۳۰مه نېټه د الجزايري مهاجرينو له اولادونو سره په کتنه کې د دې هېواد د سياسي نظام په اړه انتقادي خبرې کړې دي.