ايا په نړۍ کې د ترهګرۍ ضد د امريکا مبارزې نړيوالو ته امنيت رسولی؟
CRI2021-10-05 13:49:12
شريکول:

سږکال پر امريکا د القاعدې  ډلې د هغه بريد د پېښېدو  شلمه کليزه ده، چې د ۲۰۰۱م کال د سپتمبر په ۱۱ مه نېټه وشو او پکې ۲۹۹۶ کسان مړه شول. د دغې پېښې له امله د مړو شويو کسانو د يادونې ترڅنګ، په دې اړه کورني او بهرني عامه افکار هم راپورته شوي، چې  امريکا په تېرو شلو کلونو کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په پلمه بيا بيا جګړې پيل کړي او نورو هېوادونو ته يې په زور امريکايي ډيموکراسي صادره کړي، خو د امريکا دغو کړنو نه يوازې ترهګري له منځه وړې نه ده، بلکې زياتو هېوادونو او خلکو ته ژور مصيبتونه او ناورينونه رسولي دي او خپل ځان يې هم د منفي اغېزو په بحران کې غورځولی دی.

امريکا پوره شل کاله مخکې د سپتمبر د يوولسمې نېټې پېښې له امله په نړۍ کې د ترهګرۍ ضد مبارزه پيل کړې ده.

د امريکا د برون پوهنتون د څېړنې له مخې، د نړۍ په ۸۵ هېوادونو کې د امريکا د جګړو او نظامي عملياتو له امله تر ۹۲۹ زرو زيات وګړي وژل شوي او لږ تر لږه ۳۸ ميليونه وګړي  بې کوره شوي دي. بر سيره پر دې، ګڼ شمېر پر بشري حقونو تيری کوونکې پېښې رامنځته شوې دي او امريکا هم لوړه بيه پرې کړې ده. په افغانستان، عراق او نورو هېواونو کې  تر ۷ زرو زياتو امريکايي پوځيانو  او تر ۸ زرو زياتو امريکايي ملګرو خپل ژوند بايللی او د جګړو عمومي لګښت يې ۸  زره  ميليارډو امريکايي ډالرو ته رسيدلی دی.

ايا له ترهګرۍ سره د امريکا مبارزې نړيوالو ته امنيت رسولی ؟

د چين ميډيا ګروپ خبريال په نيويارک کې د نړيوالې سوداګرۍ مرکز د پخواني ځای پر وړاندې له ځايي اوسېدونکو او سيلانيو څخه ياده پوښتنه کړې او د دوی منفي ځوابونه يې تر لاسه کړي دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي اتوني ګوتريس د سپتمبر په لسمه نېټه ويلي، چې د نړۍ پر وړاندې د ترهګرۍ مسئله د خوشبينۍ وړ نه ده.

د لومړنۍ شمېرنې له مخې، د سپتمبر د يوولسمې نېټې پېښې له رامنځته کېدو وروسته له ۲۰۰۱م  کال څخه تر ۲۰۰۴م کال پورې، هر کال په نړۍ کې په منځنۍ توګه ۱۴۱۶ ترهګريز بريدونه رامنځته شوي او پکې ۵۰۴۱ تنه وژل شوي دي. له يادې پېښې نه لس کاله وروسته له ۲۰۱۲م کال څخه تر ۲۰۱۵م کال پورې په نړۍ کې د ترهګريزو بريدونو کلنی شمېر ۱۳ زره او ۳۴ ته او د مړينې کلنی شمېر ۲۹زرو او ۲۶۸ ته پورته شوی دی.

په دې وروستيو کلونو کې په نړۍ کې د ترهګريزو پېښو شمېر لوړ شوی دی. په ۲۰۱۸م او ۲۰۱۹م کال کې په نړۍ کې د ترهګريزو بريدونو شمېر ۱۴ زره او ۴۷۴  ته رسيدلی او له امله يې ۳۰ زره تنه مړه شوي دي.  د ۲۰۲۰م کال د يو راپور له مخې، له ۲۰۱۰م کال څخه تر ۲۰۱۹م کال پورې د ترهګريزو پېښو له امله د مړو کسانو شمېر د ۲۰۰۰م کال څخه تر ۲۰۰۹م کال پورې د مړو کسانو شمېر د دوو چندو په نسبت زيات و.

ترهګري د اروپا او امريکا پر لور هم خپره شوې ده. د نوې امريکا په نوم د واشينګټن يو فکري ارګان د يو راپور په خپرولو سره دې ته اشاره کړې، چې د امريکا پر وړاندې عمده ترهګريز ګواښ د دغه هېواد په دننه کې شتون لري.

ځکه د امريکا حکومت په تېرو څو کلونو کې د مسلمانانو ضد تبعيض ډکه پاليسي غوره کړې او په دغه هېواد کې يې مسلمانان له ډېر ستر فشار سره مخ کړي دي. د نيويارک د اډيلفي پوهنتون پروفېسير واشيبا ابلاس په دې اند دی، چې که څه هم د سپتمبر د يوولسمې نېټې له پېښې څخه شل کاله تير شوي، خو په امريکا کې مسلمانان لا هم د خونديتوب احساس نه کوي.

ځيني څېړونکي په دې اند دي، چې د ترهګرۍ ضد د امريکا د مقابلې ناکامي درې لاملونه لري. لومړی لامل يې دا دی، چې امريکا د ځينو مسئلو پر وړاندې نظامي لارو چارو ته لومړيتوب ورکړی، خو د ترهګرۍ د رامنځته کېدو د بنسټيزو لاملونو له منځه وړلو ته يې پاملرنه نه ده کړې. د ترهګرۍ ضد مبارزه کې ساده او زور زياتي طريقه به يوازې نوې ستونزې او اختلافونه رامنځته کړي. دوهم لامل يې دا دی، چې امريکا د ترهګرۍ ضد مبارزه کې دوه ګوني معيارونه غوره کړي دي. دغه هېواد يوازې د خپلو شخصي ګټو له مخې پريکړه کوي، چې څوک ترهګر دی او څوک ترهګر نه دی، خو په نورو هېوادونو کې د ترهګرۍ ضد پر کړنو يې بې بنسټه تورونه لګولي دي. درېيم لامل يې دا دی، چې امريکا د ترهګرۍ ضد د مبارزې په پلمه د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې لاسوهنه کوي. زياتو افغانانو چين ميډيا ګروپ ته ويلي، چې د تېرو شلو کلونو تجربو افغانانو ته دا حقيقت څرګند کړی، چې (( د ترهګرۍ ضد مبارزه )) او  (( ډيموکراسي )) پر نورو هېوادونو باندې د امريکا د تيري پلمې دي.

امريکا چې د ترهګرۍ ضد د مبارزې اواز يې پورته کړی، د نړيوالې سولې پر وړاندې تر ټولو لوی خطر اچوونکې او د ګډوډۍ تر ټولو لويه جوړونکې او صادروونکې ده.