چين د يو شمېر هېوادونو په استازيتوب په ملګرو ملتونو کې د توپيري چلند د پای او برابرۍ غوښتنه وکړه
CRI2021-10-05 11:37:59
شريکول:

په ژنيو کې د ملګرو ملتونو په دفتر کې د چين دايمي استازي چن شو د اکتوبر په ۴مه نېټه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۴۸مه غونډه کې د روسيې، کيوبا، هند، برازيل، سعودي عربستان، ايران او بحرين په استازيتوب وينا وکړه او ويې ويل، چې نړيواله ټولنه دې د مريي توب سيستم، د اتلانتيک سمندر د غلامۍ معاملو او استعمار ته د پای ټکی کېږدي او د تبعيضي چلند پر ضد دې ګامونه پورته کړي. 

چن شو وويل، چې سږکال د ( دوربان اعلاميه او د عملياتو پروګرام ) د تصويبېدو له ۲۰مې کليزې سره برابر دی. سره له دې چې نړيوالې ټولنې د نژاد پرستۍ د له منځه وړلو لپاره ډېرې هڅې کړي، خو لا هم ډېره مشکله او اوږده لار يې پر وړاندې پرته ده. چين په ځينو هېوادونو کې  نژاد پرستۍ او نژادي تبعيض ته پاملرنه کوي او څاري يې. 

نوموړي وويل، اړوند هېوادونه بايد له تاريخ نه عيرت واخلي او ( دوربان اعلاميه او د عملياتو پروګرام ) بايد پلي کړي، څو توپيري چلند ختم او برابري حاکمه شي او د هر چا بشري حقونه خوندي شي.