د انګولا حکومت له چين څخه د کرونا ضد واکسين پېرلی او لومړۍ جوپه يې د اکتوبر په ۴ مه نېټه د دغه هېواد پلازمنيې لوندا ته ورسېده . په انګولا کې د چين سفير ګونګ تاو او د انګولا دولتي چارو وزير فورتادو د دغه واکسين د سپارولو په مراسم کې ګډون کړی و.
د چين سفير ګونګ تاو وويل چې چين د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې پر نظريې ټينګار کړی او د انګولا په شمول له افريقايي هېوادونو سره يو ځای د کرونا پر ضد په مبارزه کې هڅې کوي.
د انګولا د دولتي چارو وزير فورتادو په خپلو خبرو کې وويل ، چې انګولا او چين د کرونا وبا د خپرېدو په درشل کې يو له بل سره همکارۍ کړې دي. له چين څخه د انګولا لخوا پيرل شوی د کرونا ضد واکسين لوندا ته رسېدل، د دواړو هېوادونو تر منځ د همکاريو يوه مهمه لاسته راوړنه ده او په دې سره به په انګولا کې د کرونا ضد واکسين د تطبيق کارونه پرمختګ وکړي.
(مينه)