د جاپان لومړي وزیر فومیو کیشیدا د اکتوبر په ۴مه نېټه د لومړي وزیر په استوګنځي کې په خپلې لومړۍ مطبوعاتي غونډې کې اعلان وکړ، چې د دې هيواد استازو جرګه به د روانې میاشتې په ۱۴مه نېټه منحل شي او د دې جرګې ټاکنې به د همدې مياشتې په ۳۱مه تر سره شي.
د لیبرال ډیموکرات ګوند مشر فومیو کیشیدا د اکتوبر په ۴مه نېټه د جاپان د ۱۰۰م لومړي وزیر په توګه وټاکل شو او په همدې ورځ یې نوې کابینه جوړه کړه.