د چين د بهرنيو چارو وزارت: تايوان د چين برخه ده او امريکا د تايوان مسئلې په اړه د ګوتڅنډنې حق نلري
CRI2021-10-05 15:14:52
شريکول:

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند ديډ پرايس د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې امريکا د تايوان په شاو خوا کې د چين پوځي کړنې څاري او ورته پاملرنه کوي. نوموړي له چين څخه غوښتنه کړې، چې پر تايوان فشار اچولو څخه لاس واخلي. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ د نوموړي د اعلاميې په اړه وويل، چې تايوان د چين برخه ده او امريکا د تايوان چارو په اړه د خبرو او ګوتځنډنې حق نه لري.

هوا چون ينګ وويل، چې د امريکا دغه خبرې د يو چين پېژندلو له اصل او د چين او امريکا ترمنځ د دريو ګډو اعلاميو له مقرراتو څخه څرګنده سرغړونه ده او ډېر غلط او غېرمسئولانه پيغام بلل کيږي. امريکا بايد خپله تېروتنه سمه کړي او د يو چين پېژندلو او د چين او امريکا د دريو ګډو اعلاميو پر اصولو بايد ټينګار وکړي، د تايوان مسئلې پر وړاندې دې محتاطه رويه غوره کړي. امريکا دې له چين څخه د تايوان د بېلولو څخه ملاتړ کوونکې کړنې بندې کړي او د تايوان تنګي د سولې او ثبات لپاره دې رښتيني ګامونه پورته کړي.