د چین استازي د م م د بشري حقونو شورا ته د نړيوال پرمختګ وړانديزمعرفي کړ
cri2021-10-05 11:27:33
شريکول:

په ژنيو کې د ملګرو ملتونو په دفتر کې د چین دایمي استازي چن شيو د اکتوبر په ۴مه نېټه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۴۸مه غونډه کې وینا وکړه. هغه په خپلو خبرو کې د نړيوال پرمختګ وړانديز معرفي کړ او له نړيوالې ټولنې يې وغوښتل چې د نړیوال پرمختګ لپاره د ګډ برخليک ټولنه جوړه کړي.

چن شيو وویل چې اوس نړۍ له تلپاتې نړیوالو ننګونو سره مخ ده او خلک د سوله يیز پرمختګ لپاره ډیرې هیلې لري. د دغو ستونزو د حل په موخه بېلا بېل هېوادونه باید په عمل کې څو اړخیزیزم پلی کړي، د ټولو انسانانو لپاره د سولې، پراختیا، عدالت، ډیموکراسۍ او ګډو ارزښتونو ته بايد وده ورکړي، نړیوالې همکارۍ بايد پیاوړې کړي او له مختلفو ننګونو سره د مقابلې لپاره بايد متحد شي.

 د چين دولت رئيس شي جين پينګ سږ کال د م م د عمومي اسامبلې په عمومي مباحثوي غونډه کې د نړيوال پرمختګ وړانديز وکړ او پر نړيوالې ټولنې يې غږ وکړ چې د ۲۰۳۰ کال د دوامدار پرمختګ اجنډا تطبيق دې ګړندی کړي، لاپياوړي، زرغون او سالم نړيوال پرمختګ ته دې وده ورکړي او د نړیوال پرمختګ د ګډ برخليک ټولنه دې جوړه کړي. چین غواړي د دې وړانديز د هڅولو لپاره له ټولو خواوو سره ګډ کار وکړي، د نړیوال پرمختګ چارې پرمخبوزي او د ټولو هېوادونو خلکو ته ګټې ورسوي.