د چين د کارتون ۱۷م نړيوال فېسټيوال پای ته ورسيد
CRI2021-10-05 14:32:36
شريکول:

د چين د کارتون ۱۷م نړيوال فېسټيوال د اکتوبر په ۴مه نېټه د جه جيانګ ولايت په هانکانګ جو ښار کې پای ته ورسيد.

د لومړنۍ شمېرنې له مخې، د ۵۶ هېوادونو او سيمو، ۳۳۵ تصديو او ۴۰۳۱ سوداګرو او مسلکي شخصيتونو او تر ۱۳ ميليونو زياتو نندارچيانو د دغه فېسټيوال په انلاين او حضوري فعاليتونو کې ګډون کړی و. د دغه فېسټيوال پر مهال د لاسليک شويو همکاريزو تړونونو عمومي ارزښت ۴۸۰ ميليونو يوانه ښودل شوی دی.