د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو پوځي ادارو د ترهګرۍ ضد تمرين تر سره کړ
CRI2021-10-05 11:17:29
شريکول:

د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو پوځي ادارو د سپتمبر له ۲۱مې نېټې څخه د اکتوبر تر ۴مې نېټې پورې په پاکستان کې د ترهګرۍ ضد پوځي تمرين تر سره کړ. دا د چين د وسلوالو ځواکونو لومړی ځل و، چې په بهر کې يې د ياد سازمان د ترهګرۍ ضد په پوځي تمرين کې مهمات وکارول.

نړيوال او سيمه ييز حالات پيچلي او د افغانستان وضعيت هم د بدلون په حال کې دی، ترهګريزې، بيلتونپالې او افراطي ډلې غواړي، چې د شانګهای همکارۍ سازمان په سيمې کې فعالي شي او جنايي کړنې تر سره کړي. د شانکهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو پوځي ادارو د يادو دريو کړيو د بريدونو د مخنيوي، د همکاريز ميکانيزم د بشپړوالي او د غړو هېوادونو ترمنځ د استخابراتي تبادلې او عملي همغږۍ د پياوړتيا، د ترهګرۍ ضد توان د لوړوالي او د سيمه ييز امنيت د ساتنې لپاره دغه پوځي تمرين تر سره کړی دی.