په م.م کې د چين دايمي استازي او لوی سفير چن شو د اکتوبر په ۴ مه نېټه د دې سازمان د بشري حقونو شورا په ۴۸ مه غونډه کې د روسيې، سريلانکا، بيلاروس، ايران او کمبوديا په شمول د څو هغو هېوادونو په استازيتوب چې ورته نظرونه لري، يوه وينا وکړه او د ځينو هېوادونو له هغو کړنو سره يې ټينګ مخالفت وکړ، چې د ډيموکراسۍ په پلمه د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې لاسوهنې کوي.
نوموړي وويل چې سوله، پرمختګ، عدالت، ډيموکراسي او ازادي د انسانانو ګډ ارزښتونه دي. ډيموکراسي يو ثابت ډول نه لري. ډيموکراسي بايد د يو هېواد له وضعيت سره سمون ولري، د خلکو نظريې او د خلکو ګټې بايد پکې انعکاس وي او د يو هېواد د سياست، خلکو او ټولنې لپاره بايد ګټوره وي.
چن شو زياته کړه چې ځينو هېوادونو د ډيموکراسۍ په اړه دوه ګونه معيارونه غوره کړي او پههمدې پلمه د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې لاسوهنې کوي. دا په حقيقت کې د ډيموکراسۍ چارې نه دي بلکې نور هېوادونه ډېر سخت اغېزمنوي.
نوموړي وويل، چې بېلا بېل هېوادونه دې څواړخيزم وساتي، يو له بل سره دې همکارۍ پياوړې کړي او د سولې او پرمختګ لپاره دې ګډې هڅې وکړي.
(مينه)