د روسيې دفاع وزارت د اکتوبر په ۴مه نېټه اعلان وکړ، چې د دې هېواد ذروي اوبتل په همدې ورځ د لومړي ځل لپاره په ژورو اوبو کې د زرکون په نوم هايپرسونيک توغندی وازمويه. ياد توغندی کولی شي، چې هر ډول بېړۍ او ځمکنۍ موخې ويجاړې کړي او د توغنديو دفاعي سيستم يې هم مخه نشي نيولی.