شي جين پينګ د جاپان صدراعظم فوميو کيشيدا ته د مبارکۍ پيغام واستاوه
cri2021-10-05 11:27:10
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اکتوبر په ۴ مه نېټه د جاپان نوی صدراعظم فوميو کيشيدا ته د مبارکۍ پيغام واستاوه.

نوموړي په دغه پيغام کې ويلي چې چين او جاپان يو د بل نيک ګاونډي هېوادونه دي. د چين او جاپان تر منځ د همکاريزو اړيکو پرمختګ نه يوازې د دواړو هېوادونو د خلکو په ګټه دی، بلکې د اسيا او نړۍ له سولې، ثبات او سمسورتيا سره هم سمون لري. چين او جاپان دې د دواړو هېوادونو د څلورو سياسي سندونو ټاکل اصول پلي کړي، خپلمنځي نظريو تبادلې او ډيالوګ دې پياوړی کړي، يو له بل سره دې ژورې همکارۍ وکړي او په نوې زمانه کې د دواړو هېوادونو تر منځ د همکاريو نوې لار دې پرانيزي.

د چين صدراعظم لي که چيانګ هم په همدې ورځ د جاپان صدراعظم فوميو کيشيدا ته د مبارکۍ پيغام لېږلی دی.

(مينه)