د زياتو هېوادونو مشرانو د چين د ملي جشن په مناسبت دغه هېواد ته مبارکي ويلې
CRI2021-10-05 11:13:16
شريکول:

د زياتو هېوادونو مشرانو په دې وروستيو کې د چين د ملي ولسي جمهوريت د جوړېدو د ۷۲مې کليزې په مناسبت دغه هېواد ته د مبارکۍ پيغامونه ليږي او يا يې ويناوې کړې دي.

د پاکستان د مشرانو جرګې رئيس صادق سنجراني، د ولسي جرګې مشر اسد قیصر او د بهرنيو چارو وزير شاه محمد قريشي په دغه هېواد کې د چين د سفارت په انلاين ناسته کې د چين د ملي جشن په مناسبت د مبارکۍ ويناوې وکړې. نوموړو په خپلو خبرو کې ويلي، چې چين د چين کمونېست ګوند تر مشرۍ لاندې د مطلقې بېوزلۍ د له منځه وړلو په برخه کې بريالی شوی دی. دوی باور ښودلی، چې د چين او پاکستان ترمنځ اقتصادي دهليز د باکيفيته پرمختګ نوې مرحلې ته داخل شوی او پاکستان او د دې سيمې هېوادونو ته به د پرمختګ او سمسورتيا فرصتونه ورسوي. دوی زياته کړې، چې  پاکستان له چين سره دوستۍ ته په درنه سترګه ګوري او هيله لري، چې چين مداومه پرمختګ او ځواکمنتيا تر لاسه کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ دوستي تلپاتې شي.

بر سيره پر دې، د متحده عربي امارتو، روسيې، چيلي، مغولستان، جنوبي افريقا، مصر، لوکزامبورګ، ويتنام او اردن په شمول د زياتو هېوادونو مشرانو د پيغامونو او ويناوو په خپرولو سره د چين د سمسورتيا او پرمختګ هيله ښودلې ده.