په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي مرستيال استازی: د پوځي وسلو د کنټرول څو اړخيز بهير او د بې وسلې کولو سيستم د لارو په تقاطع کې دی
CRI2021-10-06 14:39:48
شريکول:

د ملګرو ملتونو د ۷۶مې اسامبلې د بې وسلې کولو او د نړيوال امنيت کميټې عامې مباحثوې غونډې د اکتوبر په ۵مه نېټه تر سره شوې. د چين د پلاوي مشر او په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي مرستيال استازي ګنګ شوانګ په خپله وينا کې وويل، چې اوسمهال د نړيوالو ستراتيژو بيلانس او ثبات له ډېرو ننګونو سره مخ دي، د پوځي وسلو د کنټرول څو اړخيز بهير او د بې وسلې کولو سيستم د لارو په تقاطع کې دي او نړيواله ټولنه له مهمو انتخابونو سره مخ ده.

ګنګ شوانګ په خپله وينا کې د ذروي وسلو د زيرمو د لوړتيا، په ټوله نړۍ کې د توغنديو ضد سيستم د ابادۍ د چټکتيا، په اسيا او ارام سمندر سيمو او اروپا کې د توغنديو د ويشتلو په بهير کې د دفاعي سيستم د ځای پر ځای کولو، د ذروي اوبتلو په چارو کې له بريتانيا او استراليا سره د همکارۍ، د کيمياوي وسلو د حلولو بهير د ځنډونې، په خپله د بيلوژيکي وسلو د پلټنې له تړون سره د مخالفت کولو، په اوږده موده کې په فضا کې د وسلو د کنټرول بهير د مخنيوي، د نويو تېکنالوژيو پرمختګ په بهانه د نظامي پياوړتيا، د ايران او د ديموکراتيکې کوريا د ذروي مسئلو او د سوريې د کيمياوي وسلو د کارولو او د سيمه ايزو تاودو مسئلو په بهانه د جيوپلوتيکو ستراتيژيو په شمول د امريکا پر ځينو کړنو انتقادونه وکړل.

نوموړي له جاپان څخه هم غوښتنه وکړه، چې سمندر ته د ذروي ککړو اوبو د ايستنې په اړه ناسمه پريکړه لغوه کړي او په پرانيستې، روښانه او مسئولانه توګه د نړيوالې ټولنې پاملرنې وړ مسئلې حل کړي.