روغتيا نړيوال سازمان: په ګردې نړۍ کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر ۲۳۵ ميليونه ۱۷۵ زره او ۱۰۶ ته رسيدلی دی
cri2021-10-06 11:18:32
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې روغتيا نړيوال سازمان د اکتوبر په پنځمه نېټه د کرونا وبا په اړه تازه راپور کړی چې له مخې يې په ګردې نړۍ کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر۲۳۵ ميليونه ۱۷۵ زره او ۱۰۶ ته رسيدلی دی.

دغه راپور ښيي چې د منځنۍ اروپا پر وخت د اګيست په ۵مه نېټه د ماښام تر شپږو بجو او ۲۷ دقيقو پورې په ګردې نړۍ کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر د تېرې يوې ورځې په پرتله ۳۵۵۰۴۹ زیات شوی چې په دې سره يې عمومي شمېر ۲۳۵ ميليونه ۱۷۵ زره او ۱۰۶ ته رسيدلی دی. د دې ترڅنګ په همدې موده کې د د دې وبا له امله مړينې شمېر۶۳۰۳ زيات شوی چې عمومي شمېر يې ۴۸۰۶۸۴۱ و. (غاټول)