چين او افريقايي هېوادونو د بېوزلۍ د له منځه په عنوان ويډيويي غونډه وکړه
CRI2021-10-06 14:40:43
شريکول:

په ژنيو کې په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي پلاوي او د څه دپاسه ۵۰ افريقايي هېوادونو پلاوي د اکتوبر په ۴مه نېټه د ملګرو ملتونو د بشري حقوقو شورا د ۴۸ م کنفرانس په ترڅ کې د بشري حقوقو ساتلو په ترڅ کې د بېوزلۍ له منځه وړلو د رول تر عنوان لاندې ويډيويي غونډه تر سره کړه. په دغې غونډې کې د بېلا بېلو هېوادونو دايمي پلاويو، د اړوندونړيوال سازمانونو چارواکو او خبريالانو په کې ګډون وکړ.

په ژنيو کې د ملګرو ملتونو د دفتر دايمي دفتر او په سويس کې د پرتو نورو  نړيوالو سازمانونو کې د چين دايمي استازي چن شو څرګنده کړه، چې چين د بېوزلۍ له منځه وړلو په چارو کې هراړخيز برياليتوبونه تر لاسه کړي او په تاريخي ډول يې د شديدې بې وزلۍ مسئله حل کړې ده او په ټوله نړۍ کې د بېوزلۍ د له منځه وړلو او د بشري حقوقو ساتلو په چارو کې يې ستر خدمتونه تر سره کړي دي.

د افريقايي هېوادونو د ګروپ همغږي کوونکي او په ملګرو ملتونو کې د کامرون دايمي استازي سولومون ايس وویل، چې بېوزلي د انسانانو پر بشري حقوقو سخته اغيزه کوي او د بېوزلۍ له منځه وړل د ۲۰۳۰ م کال د دواملرونکي پرمختګ اجنډا لومړی هدف او د بېوزليتوب کمول د افريقا او چين تر منځ د همکاريو يوه مهمه برخه ده. افريقا د چين ستاينه کوي، چې د بېوزلۍ د له منځه وړلو په شمول ځينو برخو کې يې ورسره مرستې کړې دي.