سروې: څه باندې ۵۰ سلنه امريکايان د پارلمان د دوو ګوندونو په اړه منفي نظر لري
CRI2021-10-06 14:52:29
شريکول:

د امريکا د ګالوپ ارګان د اکتوبر په ۵مه نېټه د يوې سروې نتیجه خپره کړه، چې له مخې يې ۵۵ سلنه امريکايان د دې هېواد د ډيموکرات ګوند په اړه منفي نظر لري او ۵۶ سلنه يې د جمهوري غوښتونکي ګوند په اړه منفي نظر لري.

د ګالوپ ياده سروې د سپتمبر له لومړۍ نېټې څخه تر ۱۷مې نېټې پورې تر سره کړې ده. د دې تر څنګ، له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو او په امريکا کې د کرونا ويروس پر نوې بڼې د اخته کسانو د زیاتوالي له کبله، د دغه هېواد له ولسمشر جوبايډن څخه د ملاتړ کچه ۴۳ سلنې ته ټيټ شوې، او دغه کچه د ګالوپ د سروې ګانو په ريکارډ کې تر ټولو ولسمشرانو ټيټه کچه ده.