په ملګرو ملتونو کې د چين استازي له امريکا څخه وغوښتل چې مغروريت او تعصب دې لرې کړي
CRI2021-10-06 14:52:19
شريکول:

د ملګرو ملتونو د ۷۶مې عمومي اسامبلۍ درېيمې کمېټې د اکتوبر په ۴مه نېټه مباحثوي غونډه تر سره کړه. په م.م کې د چين دايمي استازي جانګ جون په دغه غونډه کې د امريکا هغه کړنې وغندلې، چې د شينجيانګ، هانکانګ او شي ځانګ چارو په اړه يې ناوړې خبرې کړي او په دې سره يې پر چين بې بنسټه تورونه لګولي دي. جانګ جون په خپلو خبرو کې ويلي، چې چين له دې سره ټينګ مخالفت کوي، چې ځينې هېوادونه د م.م په ډګرونو کې د مقابلې راپارول غواړي او د بشري حقونو په پلمه د چين په کورنيو چارو کې د لاسوهنې نيت لري. نوموړي له امريکا څخه غوښتنه وکړه، چې مغروريت او تعصب دې لرې کړي او پر غلطې لارې دې ګامونه نه اخلي.