يانګ جي څه به د امريکا د ولسمشر د امنيتي چارو له مرستيال سره ملاقات وکړي
cri2021-10-06 11:16:38
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين د بهرنيو جارو وزارت وياندې هوا چون اينګ د اګيست په شپږمه نېټه اعلان وکړ چې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو غړي او د دې کميټې د بهرنيو چارو د کاري کميسيون د دفتر مشر یانګ جي څه به د چين او امريکا د دواړو مشرانو د ګډو نظريو له مخې د سويس په زوريچ کې د امريکا د ولسمشر د امنيتي چارو له مرستيال جاکي سوليون سره ملاقات وکړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د  خپلمنځيو اړيکو او نورو اړوندو مسئلو په هکله به ورسره د نظريو تبادلې وکړي.(غاټول)